اسلام آباد 26 مارچ (اے پي پي)د اطلاعات ٬ خپرونو ٬ قامي تاريخ او ادبي ورثې دوهمې وزير مرېم اورنګزيب وئيلي دي عمران خان شهباز شریف سره حسد ذهني رنځور كړے دے ٬ شهباز شريف د اولس خدمت كړے٬ د خېبر پښتونخوا اولس له هم د شهباز شريف غوندې اعلٰې وزير پكار دے٬ په نورو د تور لګولو نه وړاندې تاسو خېبر پښتونخوا كښې د يو سكول دېوال يا د يو روغتون كوټه وښائې چې تاسو جوړه كړې وي ٬ تاسو نن هم د اېمپائر ګوته نيولې ده٬ د سېنېټ ټاكنې غلا كوٶنكې په دې څه پوهېږي چې اولسي خدمت څه وائي۔ د ګل په ورځ خپل يو بيان كښې دې ووئيل پنجاب كښې مېټرو بس ٬ اورنج ټرېن ٬ بس سروس ٬ د پټي نه تر منډيانو سړكونه او د انفراسټركچر په ليدلو خو به شرم درځي۔ دې ووئيل عمران خان مونږ پنجاب كښې 36 ضلعې مركزي روغتونونه جديد كړې دي٬ دې ووئېل عمران خان ته په روغتونونو كښې د بهاولپور روغتون٬ طيب اردوان روغتون مظفر ګړھ٬ چلډرن روغتون فېصل آباد،ملتان کډني سینټر،آر آئي سي ٬ شاهدره ټېچنګ روغتون ٬ ب??ن سنټر ملتان٬ سرجيل ټاور لاهور٬ میو روغتون او د پنجاب د نوې ټ??چنګ روغتونونو دوره وكړه٬ ۔ دې ووئيل عمران خان دا ټولې منصوبې په فزېبلټي او اېم او يوز نه په زمكه موجود دي۔ دې ووئيل عمران خان تاسو له خو به د ملتان ٬ پېنډۍ او لاهور مېټرو بس او د لاهور ملتان بس سروس به ليدلو شرم خو درځي ؟ مریم اورنګزېب ووئيل د ساهيوال ٬ بلوكي ٬ حوېلو ٬ بهادر شاه او بهكي پاور پروژو په ليدلو خو به ستا مازغه خراب شوې وي ٬ دې ووئېل ته په شور كولو خپله نااهلي نشې پټولې٬ محمد نواز شریف سره سيالۍ لپاره به ته دوه ځله ټاكلې اعلٰې وزير او درې ځله ټاكلې وزيراعظم جوړېږی او د اولس خدمت به كول وي۔ مريم اورنګزېب ووئيل شهباز شریف سره مقابلې له يو مېټرو ٬ يو نوې روغتون ٬ د زر مېګاواټ توان پروژه او يو فرانزك لېب جوړول خو اوښاي او يا په ډينګي قابو ومومۍ ۔ دوهمې وزيرې ووئيل عمران خان تاسو د احتساب كمېسون ژندره ??ېر??ه كړې۔
متعلقہ مضامین
-
19 Indian-sponsored terrorists killed in KP operations: ISPR
-
Karachi floods worsen: Army rushed to rescue hundreds
-
PCB allocates Rs 12,800mln for upgradation of stadiums ahead of ICC Champions Trophy
-
PPP backed panel wins Sindh Bar Council elections
-
Ishaq Dar takes strong stand on regulating sugar prices in Pakistan
-
SBO اسپورٹس آفیشل گیم ویب سائٹ
-
Imran directs bodies to expedite Ehtesab bill process
-
Tharparkar mourns death of Edhi
-
Pakistan makes strong bid at UN for NSG membership
-
Indias excesses in Kashmir threat to regional peace: Lodhi
-
Six felons held for having fake currency, liquor
-
Imran rules out any political alliance with corrupt parties