اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې ګوندونو پارلماني لارښودو نوي ټاكلي سپيكر اسد قېصر ل?? مباركي وركولو سره هيله څرګنده كړې چې نوې ټاكلې سپيكر به په غېر جانبدارۍ سره ايوان وچلوي٬ حكومت او مخالفې ډلې ته به يو برابر وخت وركړي٬ د جمهوريت استحكام لپاره به ټولو پارلماني ګوندونو له كردار ترسره كول وي۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د جي ډي اے د قامي اسمبلۍ غړي غوث بخش مهر سپیکر ت?? مباركي وركولو سره ووئيل كوم غړې چې ټاكلې كېږي د ھ??ه د مېنډېټ احترام پكار دے٬ څوك نظر انداز كول نه دې پكار۔ د جمهوري وطن ګوند شاہ زین بګټي سپیکر ل?? مباركي وركولو سره ووئيل نواب اکبر خان بګټي چې څنګه شهيد كړې شو مونږ د ھ??ې باوجود د پاكستان په ضد كله خبره نه ده كړې ځكه چې دا زمونږ وطن دے٬ ده ووئېل زمونږ مرګ او ژوند د پاكستان سره دے٬ جنرال مشرف په مونږ هر ډول تورونه ولګول خو په مونږ د كرپشن هېڅ تور نشته او نه زمونږ كورنۍ بهر هېواد كښې اثاثې لري٬ ده ووئېل بلوچستان كښې ګاز نشته ٬اولس لرګي بلوي٬ تعليم او د صحت آسانۍ د نشت برابر دي۔ د بلوچستان نېشنل ګوند مشر اختر مېنګل هم سپیکر ل?? مباركي وركولو سره ووئيل سید خ??رش??د شاہ په پارلماني او جمهوري ډول مقابله كړې او د نوي ټاكلي شوي سپيكر كاميابي ئې تسلم كړې٬ ده ووئېل زه په وړومبي ځل قامي اسمبلۍ ته راغلې يم ٬ مونږ د بلوچستان اولس د حقونو غږ پورته كولو لپاره رالېږلې شوې يو۔ ده ووئيل مونږ د ایوب خان، جنرال ضیاء او جنرال پروېز مشرف آمریت دورونو كښې د ظلمونو باوجود هڅې دوامدارې ساتلې۔ ده ووئيل مونږ چې د بلوچستان كوم فریاد راوړې كه وانورېدلې شو او زمونږ محرومۍ لرې نه كړې شوه نو دا غږ به دلته تاوېږي راتاوېږي۔ د اېم اېم اے مولانا عبدالواسع سپيكر ت?? مباركي وركولو سره ووئيل په ټاكنو كښې د ټګۍ او د اړي ګړي باوجود په ايوان كښې دننه روان عمل د جمهوريت حسن دے ٬ مونږ جمهوريت لپاره قربانۍ وركړې ٬ ده ووئېل مونږ به د جمهوري عمل تسلسل لپاره مرسته كوو۔ زمونږ د قائد زوې مولانا اسد محمود د ھ??وې په صورت كښې دلته موجود دې۔ د بلوچستان عوامی پارټۍ خالد مګسي سپيكر ت?? مباركي وركولو سره ووئيل مونږ له به د خپل ذات نه پرته د اولس مسئلو هوارولو ته پام لرنه كول وي
متعلقہ مضامین
-
PIA moves Sialkot flights to Lahore after heavy rains
-
Pakistan, Armenia agree to establish diplomatic relations
-
Heavy monsoon rains to lash Karachi, Sindh until Friday
-
IHC disposes of Gandapur’s plea with instructions
-
Gas companies seek price hike to cover shortfalls
-
Beware, the steel business is under cybercrime’s grip. PSMA
-
Two convicted by military courts hanged in Kohat
-
Only 4.5m allocated for designing of already designed museum
-
SKMCH fundraising dinner raises a mammoth amount of Rs 120 million
-
MPA Irum Azeem leaves MQM after Altaf Hussains controversial statement
-
Trump administration engaged to resolve Pakistan, India issue: Mike Pence
-
Police apprehend three dacoits in Jaffarabad