اسلام آباد ۔ 8 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي حكومت نوي پاكستان له په اصلاحاتي ٬ سماجي او اقتصادي تږ لاره عملدرآمد له لوظ كړې۔ د پوليو مخنيوي عمل به د قامي پبلك هېلت اېمرجنسي په توګه جاري ساتلې شي او هېواد څخه به د پوليو رنځ لرې كولې شي۔ دا خبره ده د روغتيا نړيوالې ادارې ډي جي ټېډ روس اېډهينم ګېبري اوسس سره خبرو كښې وكړه چا چې د بل اېنډ ملېنډا ګېټس فاؤنډېشن ګلوبل ډوېلپمنټ ډویژن ډاکټر کرسټوفرایلس په ملګرتيا كښې وزيراعظم دفتر كښې وزيراعظم سره ملاقات كولو۔ ډ??كټ?? ټېډ روس وزيراعظم ته په ټول ټاكنو كښې په كاميابۍ مباركي وركولو سره وزیراعظم پ??کستان كښې د ډبلیو اېچ او روانو پروګرامونو او منصوبو په اړه خبر كړو۔ ده ووئيل ډبلیو اېچ او د پولیو ختمولو هلو ځلو په بنياد پاكستان سره مرسته زياته كړې ۔ وزیراعظم د ډائرېکټر جنرل ټېډروس او د ده د پلاوي هركلي كولو سره ووئيل پاکستان ډبلیو اېچ او ډېره مهمه اداره ګڼي او په هېلت كېئر سسټم كښې د دې ادارې د كردار ستائنه كوي۔ د پوليو مخنيوي په اړه وزيراعظم ووئيل حكومت د پوليو ختمولو كمپائن د قامي پبلك هېلت اېمرجسني په توګه روان ساتلې ۔ د پولیو قطرو وركولو هلې ځلې د صوبو په مرسته لا كوټلې كولې شي او د قامي او صوبائي ډويژنل ټاسك فورسز لخوا د دغې نېغ په نېغه څارنه كېږي۔ ده هېواد څخه د پوليو نوغې ويستلو له د خپل حكومت د لوظ پخلې هم وكړو۔ ده هيله ولرله چې ډبلیو اېچ او به پاکستان كښې روغتيا ټولو لپاره خ??لو هڅو كښې د يو باوري همكار په حېث خپل كردار ترسره كوي۔ په دې مهال د بل اېنډ ملېنډا ګېټس فاؤنډېشن ګلوبل ډوېلپمنټ ډویژن صدر ډاکټر کرسټوفر اېلس د بل ګېټس لخوا يو خط هم وزيراعظم ته وركړو۔ د ډبليو اېچ او كنټري آفس لنډ مهاله مشره ډ??كټ?? نيما سعيد عابد او د ډبليو اېچ او ډي جي صلاكاره ډ??كټ?? سېنټ فسيها هم ملاقات كښې موجود وه۔ د پاكستان لخوا د روغتيا وفاقي وزير عامر محمود کیانی، د پوليو مخنيوي لپاره د وزيراعظم فوکل پرسن بابر بن عطا ، خارجه سېكتره تهمينه جنجوعه ، د روغتيا سېكتر کېپټن (ر) زاهد سعید او نور چارواكي هم ملاقات
متعلقہ مضامین
-
Andersen Global expands presence in Pakistan with ‘Bridge Factor’
-
UN warns Pakistan floods could trigger food crisis
-
PM Shehbaz briefed on evolving threat matrix during ISI HQ visit
-
Dog House Official Entertainment Website Ka Taaruf
-
Indian home minister chairs meeting over Pakistans stand on peace process
-
Rs 500m bank fraud revealed in Muzaffargarh
-
Mushtaq Raisani to be kept in remand for additional 10 days
-
205 CNICs issued to foreigners detected
-
Poverty, injustice two major causes of militancy: Col Farooq
-
Nisar deems US Muslim ban detrimental to world unity against terrorism
-
مسالیدار ایوارڈز کی سرکاری تفریحی ویب سائٹ کا تعارف
-
T1 الیکٹرانک آفیشل گیم پلیٹ فارم ڈاؤن لوڈ کا مکمل گائیڈ