اسلام آباد 25 جنوری (اے پی پی) قام?? اسمبلۍ د اسلام آباد هائیكورټ (بدلون) بل 2019ء منظور كړې دے۔ د جمعې په ورځ قام?? اسمبلۍ كښې پارلمانی سیكترې ملیكا بخاری تحریك وړاندې كړو چې عدالت عالیه اسلام آباد (بدلون) بل 2019ء باندې دې غور وكړې شي۔ د تحریك منظورۍ نه پس سپیكر ایوان څخه د بل شق وار منظوری ترلاسه كړه۔ د متحده مجلس عمل غړي عالیه كامران د بدلون ??خا??فت كولو سره ووئيل م??نږ د ججانو تعیناتولو كښې د ډومیسائل په ځائې په كاركردګۍ باور لرو۔ شاهد خاقان عباسی ووئيل اسلام آباد هائی كورټ كښې ججان شته۔ نور ججانو ته حاجت نشته۔ د صوبو د كوټې پريكړه كول دي۔ د دې بل په منظورۍ كښې دې بيړه اونه كړې شي۔ په بل شاهد خاقان عباسی خپل بدلون وړاندې كړو ۔ ده ووئيل د هائی كورټ جج لپاره لازم دي چې هغه دا پارلمانی كمېټۍ ته ووائي چې هغه د تير 5 كلونو په مهال څومره ټیكس وركړې۔ ??اكټر شیریں مزاری ووئيل بل د كمېټۍ څخه منظوريدو نه پس دلته راغلې۔ د دې ??خا??فت كوم جواز نه لري ۔ شاهد خاقان عباسی ووئيل د كمېټۍ په راپور كښې زم??نږ اختلافی نوټ لګولې شوې۔ پارلمانی سیكترې ملیكا بخاری د شاهد خاقان عباسی د بدلون ??خا??فت كولو سره ووئيل د كمېټۍ په راپور كښې دا وئيلي شوې چې كمېټۍ بل د اختلافی نوټ سره منظور كړې ۔ دې ووئيل د ججانو د اهلیت معیار د آئین آرټیكل 193 كښې واضحه دے۔ م??نږ دا نه شو بدلولې۔ دغسې غونډې د ??خا??فې ډلې بدلون مسترد كړو۔ د مسلم لیګ (ن) غړي رانا ثناء الله ووئيل د قانون او انصاف قائمه كمېټۍ كښې د ??خا??فې ډلې 6 غړو د قانون وزارت څخه تفصیلات غوښتې د كومې چې م??نږ سره لوظ شوې او د هغې زم??نږ په اختلافی نوټ كښې هم ذكر شته۔ د دغې د تفصیلات انتظار كولو نه غير راپور ایوان ته لېږلې شوے ۔ زم??نږ ټولو غړو ته دې د خپلو معروضاتو وړاندې كولو اجازه وركړې شي۔ سپیكر ووئيل د ??خا??فې ډلې غړو په بل د غور كولو تحریك په وخت ??خا??فت نه دې كړې ځكه هغوي له موقع نشي وركړې كيدې۔دغسې ایوان د بل د ټولو شقونو منظوری وركړه۔ پارلمانی سیكترې ملیكا بخاری تحریك وړاندې كړو چې عدالت عالیه اسلام آباد (بدلون) بل 2019ء دې منظور كړې شي د كومې ??خا??ف سره چې سید نوید قمر ووئيل په بل د غور كولو تحريك منظورۍ په وخت م??نږ له موقع نه وه راكړې شوي۔ م??نږ ايوان ته راغلې وؤ۔ ده ووئيل څلورو واړو صوبو كښې په وخت انصاف وركولو له دې هائی كورټس كښې د ججانو شميره زياته كړې شي۔ اسلام آباد هائی كورټ كښې د درېو ججانو چوكۍ خالي دي اول دې پھ هغې تعیناتی وكړې شي ۔ ډاكټر نفیسه شاه ووئيل ما د متحده اپوزیشن د اړخه اختلافی نوټ ډرافټ كړې ۔ بايد ما ته د خبرې كولو اجازه راكړې شي۔ د قانون وزارت كردار په قانون سازۍ كښې يواځې د ډاكخانې پاتې شوې۔ كه دا ایوان خپلواكه او اثر لرونكې دے نو دا دې د ډاكخانې غوندې اونه كارولې شي۔ دغسې قام?? اسمبلۍ د بل منظوري وركړه
متعلقہ مضامین
-
Ravi embankment blown to save Head Sidhnai
-
Registration opens for PITB’s SheWins program
-
CM announces free medical treatment for patients returning from India
-
Wisdom Wonders سرکاری تفریحی لنک
-
Three circus employees killed in Lahore fire
-
Imran Khan says mass protest no danger to democracy
-
Bilawal says SC saves democracy
-
6 killed, 22 injured in tribal clash
-
دی اسمرفس آفیشل گیم ویب سائٹ - تفریح اور کھیلوں کی دنیا
-
رولیٹی آفیشل ڈاؤن لوڈ گیٹ وے کی مکمل رہنمائی
-
AG آن لائن آفیشل گیم پلیٹ فارم ویب سائٹ: ایک جدید آن لائن گیمنگ کا تجربہ
-
ڈریگن ہیچنگ آفیشل ڈاؤن لوڈ ویب سائٹ کی مکمل تفصیل