اسلام آبا?? 25 ??روری (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د او??سي خېرښېګړو لپاره داسې بلدياتي نظام راوستلې شي چې پكښې به بلدياتي نمائندګان خپلواكه او نيغ په نيغه او??س ته ځواب وركونكې وي٬د ګاز بلونو په اړه د ترلاسه شوو ګيلو پلټنو په رڼا كښې به د ذمه وارو په ضد كاروائي كولې شي۔ده دا خبره د ګل په ورځ د ملتان ډويژن څخه تعلق لرونكو د قامي اسمبلۍ غړو سره د ملاقات په مهال ??ه خبرو كښې كړې۔د ملاقات پھ مهال خارجه وزير شاه محمود قرېشي٬سيد فخر امام٬ظهور حسېن قرېشي٬احمد حسېن ډاهر٬ملك محمد عامر ډوګر٬مخدوم زين حسېن قرېشي٬محمد ابراهيم خان٬ميا محمد شفيق٬طاهر اقبال او اورنګزېب خان كهچي هم موجود وو۔د اسمبلۍ غړو د حكومت د روغتيا٬تعليم٬غربت خاتمې او كم آمدن كسانو لپاره د كورونو روغونې پروژو او بېلو نورو څانګو لپاره شوي اصلاحات وستائېل۔ده ووئيل كركيلې څانګه كښې ټيوب ويل لپاره د برېښنا بيعه كښې كمې٬د ټريكټر بيعه كښې د كمي ګامونو څخه د كروندګرو لپاره د ايكټر په سر پیداواري لګښت كښې 2500 نه تر 3 زره روپۍ كمې راغلې كوم څخه چې د كروندګرو ډاډګيرنه شوې۔پھ دې موقع وزيراعظم ووئيل د اسمبلۍ غړي دې په خپلو حلقو كښې د روغتونونو دورې وكړي دغسې چې د سركاري روغتونونو څخه د معالجې كوونكو ته معياري آسانۍ وركول باوري ??ړې شي۔وزيراعظم ووئيل د كركيلې څانګه مستحكم كول د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل ده٬حكومت د كركيلې په څانګه كښې جدت او في ايكړ پیداوار زياتوالي لپاره د كاروند ګرو به هر ډول مرسته كولې شي۔د قامي اسمبلۍ غړو وزيراعظم د انتظاميې په اړه د او??س د ګيلو څخه خبر كړو۔د ګاز او برېښنا په اړه د او??س ته په رامخې ته شوو مسئلو هم خبرې وشوې۔وزيراعظم ووئيل د ګاز بلونو په اړه د ترلاسه شوو ګيلو پلټنې روانې دي٬د پلټنو په رڼا كښې به د ذمه وارو په ضد كاروائي كولې شي۔وزيراعظم ټاكلې نمائندګانو ته هدايت وكړو چې د او??س مسئلې رامخې ته كولو او د دې حل په لړ كښې متحرك كردار ادا كړي
متعلقہ مضامین
-
Aseefa inaugurates groundbreaking of People’s School Project
-
Memon salutes women’s contributions to society
-
Punjab to implement QR code system for arms licence verification
-
Senate body warns Punjab govt over non-production of PTI senator
-
Backed by EU, Sindh government signs deal to advance social protection
-
On I-Day, India kills eight in IHK
-
Pakistan is Asian development hub
-
More civilian casualties as PM condemns Indian firing
-
Social Expo 2016 to showcase exemplary services to humanity
-
Pakistan ranked 23rd in chart of under-five mortality ratio
-
Wild Coaster ایپ تفریحی ویب سائٹ
-
UG اسپورٹس ٹرسٹڈ انٹرٹینمنٹ لنکس کی خدمات اور خصوصیات